الزمر ۷

إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِنْ تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

که چیری کفرکوئ تاسو نو یقیناً اللّه تعالٰی بی حاجته دی ستاسونه اونه خوښوی بندگانو خپلولره کفرکول اوکه چیری شکرکوئ تاسو نوخوښوی هغه تاسولره اونه شی پورته کولی یو پیټی والا پیټی گناه د بل چا بیابه طرف درب ستاسو ته گرځیدل ستاسووی نوخبربه درکړی تاسوته په هغه عملونو چه تاسوئی کوئ یقیناً هغه پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوپوری خاص وی -

په دی آیت کښی ذکر دفریقینو دی روستو ددلیلونونه - په اوله جمله کښی زجردی او اشاره ده چه ستاسو د کفرکولو ضرر اونقصان اللّه تعالٰی ته نه رسی بلکه تاسوته رسیږی اوپه دوهمه جمله کښی جواب سوال دی چه دکفرضرر په اللّه تعالٰی باندی نیشته نومنع کول ترینه ولی کوئ؟ جواب اوشو حاصل داچه هیڅ مولٰی دهرخپل مريی کفر (ناشکری) نه خوښوی نو اللّه تعالٰی خو ډیررحم کوؤنکی دی نو هغه دبندگانو دپاره کفرڅرنگه خوښ کړی - اوپه دریمه جمله کښی بشارت دی په قبلولو دشکر اوشاره ده چه اللّه تعالٰی ستاسو شکرته محتاج نه دی اوپه څلورمه جمله کښی جواب دسوال دی چه دکفر ضرر په اللّه تعالٰی باندی خونه راځی لیکن په هغه باندی راځی چه دگمراه کولو مشران وی نو جواب اوشو (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ) اوبیا روستو جملوکښی تخویف دی اوهرکله چه د عملونو بنیاد دزړه نیت کول دی یعنی دارومدار ئی په زړه باندی دی نوآخرکښی ئی اوفرمائیل (إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل