خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ
پیداکړی ئی تاسو دنفس یونه بیائی پیداکړی ده دهغه نه بی بی دهغه اوپیداکړی دی تاسولره د څاروؤ ته اته جوړئ پیدا کوی تاسو په خیټو دمیندو ستاسو کښی په یو پیدائش روستو دبل پیدائش نه په تیرو دریو کښی دغه اللّه تعالٰی رب ستاسودی خاص هغه لره بادشاهی ده نیشته حق دار دبندگئ سیواد هغه نه نوڅه رنگ اوړیدلی کیدی شئ تاسو -
دا دوهم دلیل عقلی انفسی دی په دی کښی هم خالقیت او تصرف د ربوبیت د اللّه تعالٰی ئی ذکرکړی دی (وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ) انزل په معنیٰ دخلق دی تعبیرئی په انزل سره کړی دی ځکه چه انعام ژوندی پاتی کیږی په بوټو سره اوبوټی پیدا کیږی په اوبوسره او اوبه دبره نه نازل کړی شوی دی او دارنگ هریو پیدائش چه په آسمانی اسبابو سره وی نو دهغی نه تعبیرکولی شی په انزال سره (فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ) یعنی مخلوق په یوه تیاره کښی هیڅ څیز نشی جوړولی او اللّه تعالٰی په دری تیارو کښی برابر انسان جوړوی یوه تیاره دخیټی دمور دوهمه در رحِم (بچه دانی) دریمه دپریوان یعنی هغه باریکه پرده چه دبچی نه چاپیره وی -