وَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ
اوکله چه اورسی انسان ته تکلیف نورابلی رب خپل اخلاص کوؤنکی هغه ته بیا چه کله ورکړی هغه ته نعمت دخپل طرف نه هیرکړی هغه چه ده به رابلنه کوله (د اللّه تعالٰی) هغی ته ددی نه مخکښی اوجوړکړی دی اللّه تعالٰی لره شریکان ددی دپاره چه گمراه کوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه ته اوایه مزی واخله په کفرخپل سره لږه زمانه یقیناً ته د اوروالونه ئي -
دا زجردی مشرک ته چه هغه فریق اول دی په تناقض دمعاملی دده سره چه په حالت دضرر کښی اللّه تعالٰی ته فریادونه کوی اوپه حالت دنعمت کښی شرک کوی (مُنِيبًا إِلَيْهِ) په معنیٰ داخلاص او دتوحید دی یعنی په آوازکولو کښی ورسره شریک نه جوړوی (قُلْ تَمَتَّعْ) یعنی سره دشرک او دکفرنه اللّه تعالٰی دده دعاگانی قبلوی اونعمتونه ورکوی - دادنیا متاع او فائدی دی چه کافرانو ته هم ورکیدی شی دا دلیل نه دی چه دی دحق تابع دی -