الزمر ۳

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّار

خبرشئ خاص اللّه تعالٰی لره دین (بندگی) خالص دی اوهغه کسان چه نیولی دی سیواد اللّه تعالٰی نه مددگاران (وائي) بندگی نه کوؤ مونږ ددوی مگردی دپاره چه نزدی کړی مونږه اللّه تعالٰی ته په نزدی کولو سره یقیناً اللّه تعالٰی به فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی په هغه څیزکښی چه دوی په هغی کښی اختلاف کوی یقیناً اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی هغه چاته چه ډیردروغژن دی دير کفر کوؤنکی دی -

هرکله چه د اخلاص د عبادت د اللّه تعالٰی نه ډیرخلق غافل وو په شرک اوپه ریا وغیره کښی مبتلا وو نو د هغوی تنبیه دپاره ئی په حرف د تنبیه سره اوفرمائیل (أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ) او دا علت د امرداخلاص فی العبادت دی الْخَالِصُ، هغه عبادت دی چه خالی وی دهرقسم شرک اوریاء او سمعة او د اجرت دنیویه وغیره نه اود مجاهد نه نقل دی چه دلته الدین شامل دی ټولو اوامرو او نواهیوته چه په ټولو کښی خلوص شرط دی دپاره دصحت اودقبولیت - اوبیا رد دی په مشرکین فی العبادت باندی چه څوک د اللّه تعالٰی نه سیوا د مخلوق عبادت کوی اوبهانه کوی چه دا زمونږ دپاره اللّه تعالٰی ته د نزدیکت وسیلی دی (مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ) دا لفظ شامل دی تمام ماسوی اللّه تعالٰی ته که ملائک وی یاانبیاء یا اولیاء اوهغه بتان چه ددی په شکلونو باندی جوړ کړی شوی وی اودارنگ دهغوی قبرونو ته هم شامل دی - دلته مراد د اولیاء‌ نه مبعودان دی (مَا نَعْبُدُهُمْ) دا جمله مستانفه ده جواب دسوال دی یعنی که دوی ته اوئیلی شی چه دغیراللّه عبادتونه ولی کوئ آیا دوی خدایان گنړئ نودوی جواب کوی چه خدایان ئی نه گنړو لیکن وسیلی ئی گرځوو اللّه تعالٰی ته نو ددوی درضا ساتلودپاره ددوی عبادت کوو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل