الزمر ۴

لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ سُبْحَانَهُ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ

که غوختلی اللّه تعالٰی چه جوړ کړی ځان لره ولد خامخا غوره کړی به ئی وؤ دهغه چانه چه پیدا کوی هغه چه خوښ ئی شی پاک دی هغه دولد نه هغه اللّه تعالٰی دی یو زورآوردی -

دا هم زجر او رد دی په مشرکین فی العبادت باندی چه دوی عبادت دغیراللّه کوی نوبهانه کوی چه داد اللّه نازولی دی اللّه تعالٰی دوی خپل نائبان گرځولی دی اودوی ته ئی د الوهیت دکارونو اختیار ورکړی دی او دا معنیٰ د اتخاذالولد ده نوپه دی آیت کښی ددی عقیدی رد کوی او اوس هم داعقیده په ډیرو جاهلانو کښی موجود ده (لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ) یعنی که چیری اللّه تعالٰی ولد نیولی نو ستاسو خوښی ته به ئی نه سپارلو بلکه په خپله خوښه به ئی نیولی وؤ اوتاسو ته به ئی خبردرکړی وی لیکن اللّه تعالٰی په خپل کتاب کښی داخبر نه دی ورکړی چه فلانکی ولد د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل