إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ
یقیناً نازل کړی دی مونږ تاته دا کتاب د حق دښکاره کولو دپاره نو بندگی کوه اللّه تعالٰی لره خالص کوه هغه لره بندگی -
په دی آیت کښی ذکرد مقصد دنزول دقرآن دی چه دهغی نه ئی اجمالاً تعبیر کړی دی په بِالْحَقِّ سره - بیا تفصیل دی دهغه مقصد چه حق دی په فَاعْبُدِ اللَّهَ، سره چه توحید فی العبادات و الالوهیت دی (مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ) دین په معنیٰ دعبادت دی او اخلاص نه مراد توحید دی ځکه چه عبادت بغیر دتوحید نه معتبرنه دی اوپه دی کښی اشاره ده چه هرعبادت په نیت باندی موقوف دی -