رُدُّوهَا عَلَيَّ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ
واپس ئی کړئ په ماباندی نو شروع شو چه لاس ئی وهلو په پنډو او په سټونو (داسونو) باندی -
روستو دمسابقی نه آسونه ئی دوباره طلب کړل لکه چه داعادت دی دآسونو د تربیت کوؤنکو د هغی پنډئ او څټونه ئی په خپله صاف کړل د دوړونه او اوئی ټپه ول لکه چه دا عادت عامه دی اودا دلیل دنهایت محبت د جهاد دی چه دهغی داسبابو خدمت سلیمان علیه السلام په خپلو لاسونو باندی کوی اوداسی حدیث کښی وارد دی چه زمونږ نبی ﷺ به خپل آس په خپل څادر سره صفا کوو او بل حدیث کښی راغلی دی چه ددی آسونو تندی اوروستو حصه دبدن پاکوئ اوحدیث دعائشه رضی اللّه عنها کښی وارد دی چه ددی آسونو د سلیمان علیه السلام وزری هم وی - اودا حدیث صحیح دی -