وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ
او یقیناً امتحان کړی وؤ مونږ په سلیمان علیه السلام باندی او اچولی وؤ مونږ په کرسئ دهغه باندی یوه جوسه بیا اوگرځیدو اللّه تعالٰی ته -
روستو دذکر دصفاتو دسلیمان علیه السلام نه ابتلاء ذکرکوی په هغه باره د نفی الوهیت دهغه نه - (فَتَنَّا) فتنه دهرچا دهغه دشان مناسب وی دانبیاؤ فتنه په حکم کښی خطا اجتهادی یا سهواو نسیان راتلل دی اوداگناه نه دی لیکن سبب دخفگان دانبیاؤ دپاره اوگرځی هسی نه چه اللّه تعالٰی به زمونږ نه خفه شی ددی وجی نه دیته فتنه وائی اوپه باره دفتنی دسلیمان علیه السلام کښی صحیح قول دادی کوم چه په حدیث صحیح کښی ذکردی دهغی حاصل دادی چه "سلیمان علیه السلام دجهاد دمحبت دوجی نه اوغوښتله چه خپل اولاد ئی پیدا شی اوهغه به مجاهدین فی سبیل اللّه وی او اوئیل ئی چه زه به نن شپه په ټولو خپلو بیبیانو باندی گرځم اودهغوی نه چه اولا پیداشی هغوی به مجاهدین وی" او انشاء اللّه وئیل ترینه هیرشول نوڅه موده وروستو دولد یوه ټکړه (یعنی ولدئی ناتمام) ده ته راوړی شو اوپه کرسئ دده باندی واچولی شو چه صرف دا ولد ستا دیوی بی بی نه پیداشو او دنورو بیبیانو هیڅ پیدا نشول نوده رایاد شول چه زمانه انشاء اللّه هیرشوی وو داد هغی نتیجه ده نود اللّه تعالٰی نه ئی بخنه اوغوښتله او اللّه تعالٰی ته ئی رجوع اوکړه - بناپه دی دجسد نه مراد ولد ناتمام دی - داصحیح حدیث دی او دانبیاؤ علیهم السلام دقوت نه دابعیده نه ده چه سلو بیبیانو ته یو شپه کښی نزدیکت اوکړی اوبله ضروری خبره داده چه په احادیث د رسول اللّٰه ﷺ باندی په خپل عقل سره تلل جائزنه دی نوصرف په عقل سره ددی حدیث یا د نورو احادیثو صحیحو رد کول ظلم دی -