فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّي حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ
نو اوئیل هغه یقیناً زه محبت کوم محبت دمال (اسونو) سره دوجی دیادولو د رب ځما نه (په دی سبب سره) تردی پوری چه پټ شو په پرده کښی -
په دی کښی جواب د وهم کوی که څوک اعتراض اوکړی چه ددنیا دڅیزونو سره مینه محبت کول گناه دی او داد پیغمبردشان سره مناسب نه دی نوپه دی آیت کښی دهغی جواب دی حاصل جواب دادی چه دا محبت دوجی دذکر د اللّه تعالٰی نه دی (الْخَيْرِ) مال حلال ته وئیلی کیږی اودلته مراد اسونه دجهاد دی او ذِكْرِ نه مراد جهاد فی سبیل اللّه دی (حَتَّى تَوَارَتْ) یعنی اسونه په صفتونو سره هغه ته پیش او معلومات ئی کول چه داد جهاد کولو دپاره لائق دی اوکه نه تردی پوری چه لری لاړل دهغه د نظرنه پټ شول -