إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ
کله چه پیش کړی شو په هغه باندی په ماځیگر کښی په دری خپو ولاړ اسونه کره -
په دی کښی دریم صفت دهغه ذکرکوی یعنی جهاد فی سبیل اللّه اودرباط فی سبیل اللّه سره محبت کول یعنی اسونه دجهاد دپاره ساتل اودهغی خدمت کول سبب دلوی اجر دی (بِالْعَشِيِّ) روستو دزوال نه ترغروب پوری وخت ته عشی ویلی شی اوعشاء روستو دنمراو عروب دشفق ته وئیلی کیږی (الصَّافِنَاتُ) هغه اسونه دی چه ولاړ وی او دری واړه خپی ئی مضبوطی او څلورمی خپی سوه ئی سسته لگولی وی او دکره او تیزرفتار اس علامت دی -