وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَيْمَانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ
او اوبخو مونږ داؤد علیه السلام ته سلیمان علیه السلام ښه بنده وؤ یقیناً دی اللّه تعالٰی ته ډیرورگرځیدونکی وؤ -
دا دوهمه قصه ده په دی ذکرکوی ښائشته صفات د سلیمان علیه السلام اوورپسی ذکرکوی ابتلاء د هغه دپاره درد په مشرکینو چه ابتلاء په چاباندی راځی نوهغه شفیع قهری نشی کیدی اگرچه ډیرلوی بزرگ وی (وَوَهَبْنَا) مراد دادی چه هغه ئی نبی اوگرځوؤ دپاره ددی چه په کاردنبوت کښی د داؤد علیه السلام سره مدد اوکړی اوروستو دوفات دهغه نه سلیمان علیه السلام نبی وو اوبادشاه هم شو -