كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ
دا کتاب دی نازل کړی دی مونږ تاته برکتونو والا دی دی دپاره چه دوی سوچ اوکړی په آیاتونو دده کښی او دپاره ددی چه نصیحت واخلی خالص عقل والا -
ترغیب دی قرآن کریم ته دپاره داثبات دتوحید اودپاره دتذکیردقیامت اودپاره د اثبات فرق په مینځ ددواړو فریقو کښی چه مخکښی آیت کښی ذکروؤ (مُبَارَكٌ) تفسیرنیشاپوری کښی په تفسیرد سورة انعام کښی وئیلی دی چه خیردقرآن ډیردی نفع ئی همیشه ده باعث دی په ښه کارونو اومنع کوؤنکی دی د بدکارونونه - اود اللّه تعالٰی سنت جاری دی چه څوک شغل دقرآن سره لری اوتمسک کوی په ده باندی نوهغه عزت والادی په دنیا او آخرت کښی اودا په تجری سره ثابته ده (لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ) مقصد دقرآن کریم صرف تلاوت نه دی بلکه په هغی باندی ځان پوهه ول دی اوسوچ کول دی (وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ) روستو دتدبراو فکرکولونه بعضی خلق نصیحت قبول کړی اوبعضی نه قبلوی چاچه قبول کړو نوهغه ته ئی خالص عقل والا اوئیل - اشاره ده چه دعلم دقرآن نه مقصد عمل کول دی -