صٓ ۲۸

أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ

آیا گرځوؤ مونږ هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی موافق دسنت سره په شان دهغه کسانو چه فساد کوی په ملک کښی آیا گرځوؤ متقیانو لره په شان د نافرمانو -

دا دوهم رد دی په منکرینو دقیامت باندی یعنی جزا اوسزا چه حق نه وی نوبیا خومؤمن اوغیر مؤمن یوشان به وی او دابی انصافی او ظلم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل