وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ذَلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ
اونه دی پیدا کړی مونږ آسمان او ځمکه اوهغه چه ددی په مینځ کښی دی بی فائدی داگمان دی دکافرانو نو تباهی ده کافرانولره داورنه -
ربط ددی آیت مخکښی سره دادی چه مخکښی تخویف وؤ په نسیان د یوم الحساب نو په دی آیتونو کښی رد په منکرینو دیوم الحساب او اثبات دقیامت دی - او داآیت دلیل دی چه څوک دا مخلوق عبث او لوبی گنړی نوهغه کافردی اودا گمان ئی سبب دجنهم دی -