مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ
نه دی اوریدلی مونږ دا په دین روستنی کښی نه دی دا مگردروغ جوړ کړی شوی -
دا وجه د تعجب او دانکار ده چه دوی مشرانو نه دا مسئله نه ده آوریدلی (الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ) مراد ددی نه عام دی یعنی ددوی مشران او دارنگ متأخرین نصاریٰ اویهودیان ځکه چه دی ټولو دتوحید نه انکار کړی وؤ اوتوحید ئی نه وؤ بیان کړی لکه اوس زمانه کښی هم جاهلان وائی چه مونږ (مسئله دتوحید اوسنت) نه منو ځکه چه زمونږ مشرانو ملایانو دا نه ده بیان کړی -