أَأُنْزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِنْ ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ
آیا نازل کړی شوی ده په ده باندی وحی دمینځ زمونږ نه بلکه دوی په شک کښی دی دوحی ځمانه بلکه تواوسه نه دی څکلی دوی عذاب ځما -
دا زجردی په انکار کولوسره دقرآن نه (بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ) ددی ځای نه رد دی په دی مشرکینوباندی په څلورو طریقو سره اوله طریقه داده یعنی دوی خودی نبی ﷺ ته تراوسه پوری رشتینی او امین وئیلو لیکن هرکله چه ده قرآن او مسئله دتوحید شروع کړه نودی خلقو دده نه انکار اوکړو دوجی دشک نه په توحید کښی (بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا) دا دوهمه طریقه ده یعنی سره دانکار اود شک نه دوی ته مهلت ورکړی شوی دی اوعذاب ورباندی نه دی راغلی نودوی خیال کوی چه مونږه په حقه لارباندی روان یو -