وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ
او روانه شوه یوه ډله ددوی نه چه ځئ او کلک شئ په (بندگئ) دخپلو معبودانوباندی یقیناً دا خامخا یو کاردی چه قصد کړی شوی دی -
روستو د دانکار دتوحید نه په شرک باندی کلک کیدل ذکرکوی (امْشُوا) مراد ددی نه د مجلس دتوحید نه تلل دی یا روانیدل دی همیشه په لار دشرک باندی او زمحشری وئیلی دی چه مراد دادی چه گنړ او اوډیررا غونډ شئ دپاره دمقابلی دپیغمبر (إِنَّ هَذَا) اشاره ده توحید ته یعنی ددی نبی مراد زمونږ دادی چه توحید اومنو - یااشاره ده صبرکولو ته په شرک باندی یعنی دشرک کولو اوپه دی باندی د کلک پاتی کیدلو اراده کول په کار دی -