أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ
آیا جوړ کړی دی ده ډیر معبودانو لره معبود یو یقیناً دا څیز ډیر ناآشنا دی -
دا رجردی په انکاردتوحید سره - اول ذکر دتعجب وؤ دعویٰ دنبوت نه سره دبشریت نه اودا تعجب دی د مسئلی دتوحید نه اول تعجب کول خفیف وو - او دوهم تعجب ډیرثقیل دی - مقصد دادی چه مشرکانو دهرحاجت روائی دپاره اود هرقوم دپاره جداجدا معبود او حاجت روا جوړ کړی وؤ عقیده ئی دا وه چه یو ذات داټول کارونه نشی کولی اوقیاس ئی کوؤ په مخلوق باندی نوپیغمبر توحید ته دعوت ورکړو یعنی ټول حاجتونه پوره کوؤنکی او دټول مخلوق الٰه یو اللّه تعالٰی دی نودوی ددی نه تعجب اوکړو او انکارئی اوکړو، دا ددوی لویه بی عقلی او جهل دی -