صٓ ۴

وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ

او تعجب کوی دوی ددی نه چه راغلی دی دوی ته ویره ورکوؤنکی ددوی نه او اوئیل کافرانو دا جادوگر ډیر دروغژن دی -

دا تفصیل د تکبراو د شقاق ددوی دی او زجردی په انکار درسالت سره (مُنْذِرٌ مِنْهُمْ) یعنی بشردی د جنس ددوی نه نودوی دهغه درسالت نه تعجب اوکړو لکه سورة یونس (۲) کښی دی (وَقَالَ الْكَافِرُونَ) په دی لفظ‌ کښی اشاره ده چه پیغمبرلره دروغژن گنړونکی یقینی کافردی او مراد د کافرنه انکار کوؤنکی دی په ضد او عناد سره (كَذَّابٌ) یعنی په مسئله توحید کښی اوپه دعویٰ د نبوت کښی دروغژن دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل