صٓ ۳

كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ

ډیر هلاک کړی دی مونږ مخکښی ددوی نه پیړئ نو چغی اووهلی هغوی او نه وؤ دغه وخت د خلاصی -

دا تخویف دنیوی دی شقاق کوؤنکوته روستو دزجرنه هغوی ته (فَنَادَوْا) آوازوه اوچت کړل په توبه او استغفارکولو سره یاپه فریادونو او مدد غوښتلو سره (مَنَاصٍ) په معنیٰ دروستووالی دعذاب اوپه معنیٰ د تختیدلو او په معنیٰ د خلاصی سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل