الصافات ۶

إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ

یقیناً ښائسته کړی دی مونږ آسمان نزدی په ښائست سره چه ستوری دی -

داهم دلیل عقلی دی په توحید باندی او تمهید دپاره دحال دپیریانو دی چه دوی عاجز او ذلیل دی نو څرنگ د اللّه تعالٰی سره شریک کیدی شی یا زورآور سفارشی جوړیدی شی او رد دی په مشرکین بالجن باندی او دارنگ دا رد په مشرکین بالکواکب باندی هم دی ځکه چه ستوری صرف د زینت او د حفاظت دپاره پیدا کړی شوی دی معبودان نشی جوړیدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل