رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ
رب دآسمانونو او د ځمکی او د مینځ ددی دواړو دی او رب د مشرقونو دی -
دا دلیل عقلی دی دپاره دتوحید روستو ددلیل نقلی او دقسم نه (الْمَشَارِقِ) دائی جمع ذکرکړی ده لکه په سورة معارج (۴۰) کښی دی ځکه چه مراد ددی نه دهریوی ورځی دنمر ښکاره کیدلو ځای دی اوهغه دری سوه پنځه شپیته دی لکه چه امام قرطبی ذکرکړی دی او دری سوه شپیته خطیب شربینی ذکرکړ دی او یوسل اتیا ابن عطیه په محررالوجیز کښی ذکرکړی دی واللّه اعلم لیکن مشهور قول اول دی -