الصافات ۷

وَحِفْظًا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ مَارِدٍ

او ساتلی دی مونږ په ساتنی سره د هر شیطان سرکش نه -

په دی آیتونو دوهمه فائده دستورو ذکرکوی لکه سورة حجر (۱۷) کښی تیرشوی ده اوپه دی کښی دشیطانانو حالتونه يی ذکرکړی دی (الْمَلَإِ الْأَعْلَى) مجلس د اشرافو اود افضل ملائکو چه هغوی د اللّه تعالٰی دوحی په باره کښی مجلس کوی -
فائده: نبوت د نبی ﷺ نه وړاندی هم شیاطین په داسی شغلو سره ویشتلی کیدل لیکن هغه لږ وو او روستو دشروع کیدلو د نزول دقرآن نه دا شغلی ډیری شوی دهرطرف دآسمان نه شروع شوی ددی دپاره چه دکاهنانودخبرو دوجی نه په قرآن کریم کښی تلبیس پيدا نشی اود حفاظت دقرآن دوجی او د نبی ﷺ دهمیشه صدق دپاره دا معامله دشیاطینوسره روستو دوفات د نبی ﷺ نه هم باقی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل