يٰسٓ ۷۹

قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ

ته اوایه ژوندی به کړی دی لره هغه ذات چه پیدا کړی دی اول کرت اوهغه په ټول مخلوق باندی ښه پوهه دی -

دا جواب دقول ددغه منکردی په ذکر دقدرت د اللّه تعالٰی په قیاس کولوسره په اول پیدائش باندی اوپه ذکردعلم د اللّه تعالٰی سره په ټولو ذراتو دمخلوق باندی نوپه ذراتو د هډوکو دمړوباندی هم علم لری او دا اول دلیل دی په اثبات دحشرباندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل