يٰسٓ ۷۸

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ

او ذکر دی زمونږ دپاره یو اعتراض اوهیر کړی دی پیدائش خپل وائي‌ څوک به ژوندی کړی هډوکی او حال داچه دابه ذری ذری وی -

دا بیان دخصومت دهغه دی (وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا) مراد ددی نه صرف ذکرکول دعجیبه خبری دی ځکه چه انکار کول دی، دقدرت او علم د اللّه تعالٰی نه ډیره عجیبه ده - یامراد دا چه دی انسان قدرت او علم د اللّه تعالٰی دخپل قدرت او علم په شان گنړلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل