يٰسٓ ۸۰

الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ

داسی ذات دی چه پیدا کړی دی ستاسودپاره دشنی اونی نه اور نوتاسو دهغی نه اور بلوئ -

دا بل دلیل دی په اثبات دقیامت باندی یعنی لکه چه اور پیداکوی دشنی اونی نه اودا ډیرعجیبه ده ځکه چه په یوځآی کښی اوبه او اور اولرگی ئی جمع کړی دی نودارنگ داوچو خاورونه دوباره انسان لره پیدا کولی شی (الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ) مراد ددی نه هره شنه اونه ده حکماؤ وئیلی دی په هره اونه کښی اورشته سیواد عنَّاب (مرخنړی نه) - یامراد ددی دوه قسمه اونی دی چه مرخ او عفار ورته وئیلی کیږی پانړه یا لرگی دمرخ (چه مذکردی) په عفارباندی (چه مؤنث ده) اوڅولوی نواورتری پیدا شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل