لِيُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ
ددی دپاره چه ویره وکړی دی هغه چاته چه ژوندی وی (زړه دهغه) اوپوره به شی حجت په کافرانوباندی -
په دی آیت کښی دوه فائدی ذکرکوی په لف ونشرمرتب سره یعنی هرکله چه ذکردی نوفائده ددی انذار دی او هرکله چه قرآن (لوستل) ښکاره دی نوحجت به قائم شی په کافرانوباندی (حَيًّا) مراد ترینه حیات د قلب دی چه دهغوی ذکر دسورة په (۱۱) کښی تیرشوی دی -