أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ
آیا او دوی نه گوری چه یقیناً پیدا کړی دی مونږ دوی لره دهغه قسم نه چه جوړ کړی دی لاسونه ځمونږ څاروی نو دوی به هغی لره مالکان وی -
ددی آیت نه ترآخر پوری دریم باب دی په دی کښی دری عقلی دلیلونه دی په ردی دشفاعت شرکیه باندی بیا زجر دی مشرکینوته او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته بیا زجردی منکرینو دبعث بعدالموت ته اوشپږ عقلی دلیلونه دی په اثبات دقیامت باندی په دی دری آیاتونو کښی انعامات ذکرکوی په باره دڅاروؤ کښی (مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا) من بیانیه دی د انعاماً دپاره یعنی انعام (څاروی) اللّه تعالٰی په خپل لاسونو سره جورکړی دی د بل چاپه کښی هیڅ دخل نیشته اشاره ده رد کولوته په مشرکینوباندی چه ددوی شفعاء په دی څاروؤ کښی هیڅ عمل نه دی کړی نودا مشرکان دڅه وجی نه دهغوی په نوم باندی دا څاروی منخته کوی یادهغوی پئ په یوولسمه کښی ورکوی یادهغوی په نوم ئی ذبح کوی اودا مقصد دی په (أَفَلَا يَشْكُرُونَ) کښی ځکه چه دشکرنه مراد توحید دی -