وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنْبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُبِينٌ
اونه دی خودلی مونږ (دی نبی ته) شعر جوړول اونه مناسب دی ده لره نه دی دا کتاب مگر نصیحت اوقرآن ښکاره دی -
په دی آیت کښی صدق دقرآن او درسول ذکرکوی متعلق دی دابتداء دسورة سره اوجواب داعتراض دمشرکانو دی هغوی وئیل چه دا قرآن شعردی اودا نبی شاعردی اوشاعران اکثردروغژن وی - اوربط ددی دتیرشوی آیت سره دادی چه تیرشوی آیت کښی دعامو خلقو ظاهری اوباطنی کمزورئ ذکراوشو نوپه دی آیت کښی دپیغمبرشان ذکرکوی چه په هغه ضعف نیشته (وَمَا يَنْبَغِي لَهُ) یو معنیٰ داده چه شعرونه جوړول دده دشان سره مناسب دی ځکه چه په شعر جوړولو کښی تکلّف وی اوداد (ماانا من المتکلفین) نه خلاف دی اودارنگ شعرونه اکثر حقیقت نه خلاف مضمون باندی مشتمل وی اوهرچه فصاحت او بلاغت دی نوهغه اللّه تعالٰی نبی ﷺ ته په اعلٰی مرتبه ورکړی دی -