فاطر ۴۲

وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ جَاءَهُمْ نَذِيرٌ لَيَكُونُنَّ أَهْدَى مِنْ إِحْدَى الْأُمَمِ فَلَمَّا جَاءَهُمْ نَذِيرٌ مَا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا

او قسمونه کړی دی دوی په اللّه تعالٰی باندی پاخه قسمونه که چیری راغی دوی ته ویره ورکوؤنکی ضرور دوی به ښه هدایت والا شی دهریو د امتونونه نو هرکله چه راغی دوی ته ویره ورکوؤنکی نوزیات ئی نه کړو دوی لره مگر نفرت -

دا رجردی په انکار درسالت اوپه ماتولو دقسم سره هرکله چه مشرکین عرب ته معلومه شوه چه یهودیانو او نصاریٰ دخپلو رسولانو نه انکار کړی دی نودوی قسم اوکړو چه که چیری مونږته رسول راغی نومونږبه دهغه پوره تابعداری کوؤ (إِحْدَى الْأُمَمِ) دا اضافت دپاره د استغراق دی یعنی دهریو امت دامتونو مخکنونه چه یهود اونصاریٰ دی (نُفُورًا) اشارتاً تشبیه ده د اوښانوسره لکه چه یو اوښ دمالک نه اوتختی اوهغه ئی رابلی نودده تختیدل نورهم زیاتیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل