فاطر ۴۳

اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا

د وجی د لوئی کولو نه په ځمکه کښی (اوکوی دوی) ناکاره چلونه اونه راگیروی ناکاره چل مگر حقدار دهغی نو انتظار نه کوی دوی مگر دطریقی دمخکښنو خلقو نو اوبه نه مومی ته طریقی د اللّه تعالٰی لره بدلیدل او هیچ چیری اوبه نه مومی ته طریقی د اللّه تعالٰی لره اوړیدل -

مراد ددی نه مؤمنانو او نبی ﷺ سره دهوکی کول اودهغوی دتکلیف ورکولو یا قتل کولو دپاره چلونه جوړول یا هغوی ته خیری کول دی (وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ) یعنی دهغی چلونو او دهوکو اثربه واپس په دوی باندی پریوځی اوبد دعائی به واپس په دوی باندی راځی تفسیرقرطبی کښی وئیلی دی چه کعب الاحبار یوځل ابن عباس رضی اللّه عنهما ته اوئیل چه په تورات کښی لیکلی دی چه من حفره لاخیه حفرةً‌ وقع فیها (څوک چه ورور ته کنده اوکنی نودی په کښی پریوځی) اوابن عباس رضی اللّه عنهما ورته اوئیل چه داسی قرآن کریم کښی هم شته اودا جمله ئی اولوستله (تَبْدِيلًا، تَحْوِيلًا) کښی فرق دی په څو وجوهوسره اوله وجه داده چه تبدیل دادی چه عذاب لری کړی اونعمت او عافبت راولی اوتحویل دادی چه عذاب کښی تخویف راولی، دوهم فرق دادی چه څوک طاقت نه لری چه عذاب د اللّه تعالٰی بدل کړی اودارنگ طاقت نه لری چه عذاب دځآن نه واړوی بل چاته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل