فاطر ۴۱

إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا

یقیناً اللّه تعالٰی راټینگوی آسمانونه او ځمکه دخوځیدلو د خپل ځای نه اوکه چیری دوی اوخوځیدل نشی را ټینگولی دوی لره هیڅوک روستو دخوځیدلونه یقیناً اللّه تعالٰی صبرناک بخنه کوؤنکی دی -

دا دیارلسم دلیل عقلی دی هرکله چه د معبودان من دون اللّه عجزاو کمزوری بیان شوه نواوس اللّه تعالٰی خپل عظمت شان بیانوی (إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا) یعنی دمخلوق دگناهونو دوجی نه نزدی ده چه آسمانونه او ځمکه زائله شی لیکن اللّه تعالٰی حلیم دی دمخلوق نه (چه مستحق دعذاب وی) عذاب روستوکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل