فاطر ۴۰

قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَتٍ مِنْهُ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا

ته اوایه آیا پوهه ئی تاسو په باره دشریکانو ستاسو هغه چه تاسوئی بلنه ئی کوئ سیوا د اللّه تعالٰی نه اوښائی ماته چه څه پیداکړی دی دوی د ځمکی نه آیا دوی لره برخه ده په آسمانونوکښی اویا ورکړی دی مونږ دوی ته کتاب نودوی په ښکاره دلیل باندی دی ددغه کتاب نه بلکه وعدی نه کوی ظالمان بضی ددوی دبعضوسره مگرددهوکی -

په دی آیت کښی زجردی مشرکینوته (چه مخکښی آیت کښی په من کفرسره ذکرشول) او طلب ددلیل دی په شرک باندی اول دلیل عقلی سفلی دوهم دلیل عقلی علوی دریم دلیل نقلی او وحی دنازل کړی شوی کتاب نه (بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ) یعنی دلیلونه نیشته بلکه خالص تقلید دی داکشران په مشرانو گمراهانو پسی بی دلیله روان دی او گمراهان (مشرکان) ورله دهوکه ورکوی باطله خبره ورته حقه ښکاره کوی شرک ورته توحید اوبدعت ورته سنت ښکاره کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل