فاطر ۳۹

هُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی جوړ کړی ئی تاسو یوبل پسی ابادوؤنکی په ځمکه کښی نوچاچه کفراوکړو نوپه هغه باندی به سزا دکفردهغه وی اونه زیاتوی کافرانو لره کفرکول دهغوی په نیزدرب دهغوی مگرغصه اونه زیاتوی کافرانو لره کفرکول دهغوی مگر تاوان -

دا دولسم دلیل عقلی دی یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی عالم دی په هرڅیزباندی نوددی وجی نه تاسوله ئی داستعداد موافق خلافت درکړی دی (خَلَائِفَ) یوبل پسی ابادوؤنکی د ځمکی یا روستنی امتیان خلیفگان دی دتیرشوؤ امتونو خَلِیْفَه هغه څوک دی چه نائب وی دبل چا په کار چلؤلو دهغه کښی اوهرکله چه اللّه تعالٰی نائب ته محتاج نه دی ددی وجی نه ابوبکررضی اللّه عنه لفظ یا خلیفة اللّه بد گنړلی دی او خلیفة رسول اللّٰه ﷺ ئی غوره کړی دی اودا تفسیرقرطبی ذکرکړی دی (وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ) یعنی څومره چه په کفرکښی ترقی کوی نودومره د اللّه تعالٰی غضب په هغه باندی زیاتیږی اودغضب الٰهی په سبب ددی کفرخسران اوتاوان زیاتیږی ځکه چه سرمایه دعمرئی بی ځایه خرچ کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل