فاطر ۳۸

إِنَّ اللَّهَ عَالِمُ غَيْبِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

یقیناً اللّه تعالٰی عالم دی په پټو څیزونو دآسمانونو او دځمکی یقیناً هغه پوهه دی په هغه خبرو چه په سینو دخلقو کښی دی -

دا دریم باب دی ترآخر دسورة‌ پوری په دی کښی دری عقلی دلیلونه دی اوطلب ددلیل دی د مشرکانونه او زجر دی اهل شرک ته اوپه آخرکښی تخویف دنیوی تفصیلی دی - په دی (۳۸) کښی یوولسم عقلی دلیل دی په باره دعلم غیب د اللّه تعالٰی کښی - اوپه دی کښی اشاره ده جواب دمشرکینوته یعنی اللّه تعالٰی عالم دی په دی خبره باندی که تاسو دنیا ته واپس اوگرځوی نوبیاهم تاسو عمل صالح نه کوئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل