فاطر ۳۷

وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَاءَكُمُ النَّذِيرُ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ

اودوی به چغی وهی په هغی کښی ای ربه ځمونږه اوباسی مونږه عملونه به کوؤ دسنت برابر سیوا دهغه عملونو نه چه مونږ کول (اوبه وئیلی شی) آیا عمرنه وؤ درکړی مونږ تاسوته دومره چه نصیحت قبول کړی وؤ په هغی کښی چاچه نصیحت قبلوؤ او راغلی وؤ تاسوته ویره درکوؤنکی نو اوڅکئ نیشته دظالمانو دپاره هیڅ مددگار -

داهم تخویف دی په ذکرد څلورو طریقوسره (غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ) دا لفظ دلیل دی چه دوی به خپلو علمونو ته صالح وئیل (ویحسبون انهم یحسنون صنعا) اوس ورته معلومه شوه چه هغه عملونه صالح نه وؤ ځکه دا قید ئی الگوؤ (مَا يَتَذَكَّرُ فِيهِ) حدیث بخاری دی چه چالره اللّه تعالٰی شپیته کاله عمرورکړی دی نودده هربهانه ئی روکه کړی ده (النَّذِيرُ) مراد ددی نه پیغمبردی یا کتاب اللّه دی یا هرداعی دحق دی یا بوډاوالی (سپین والی د ویختودی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل