يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ
ورننه باسی شپه په ورځ کښی اوورننه باسی ورځ په شپه کښی اوپه خدمت کښی لگولی دی نمراو سپوږمئ هریو روان دی دپاره دنیټی مقرری دغه صفتونو والا اللّه تعالٰی ستاسو رب دی خاص هغه لره بادشاهی ده اوهغه کسان چه تاسوئی بلئ په خپلو حاجتونوکښی سیوا د اللّه تعالٰی نه اختیارنه لری د پوستکی دهډوکی د کجوری -
دا اتم دلیل عقلی وسطی زمانی دی - شپه او ورځ اجزاء د زمانی کښی اونمر او سپوږمئ ددی د اختلاف سبب دی ددی وجی نه ئی یواځی ذکرکړل (ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ) دا نتیجه ده دټولو دلیلونو اود ذکر دنعمتونو چه په هغی کښی تصرف او علم د اللّه تعالٰی ذکر شوی دی اودرب نه مراد معبود او حاجت روا دی - (وَالَّذِينَ تَدْعُونَ) دا رد دی په شرک فی الدعاء باندی په نفی دمِلک سره دهر معبود من دون اللّه نه (وَالَّذِينَ) دا لفظ حقیقت دی په ذوی الروح او ذوی العقولوکښی اوبتانو ته مجازاً شامل دی نودی کښی تمام مبعودان مو دون اللّه داخل دی اوتفسیرروح المعانی کښی هم دغسی لیکلی دی (قِطْمِيرٍ) هغه نری پوستکی چه د هډوکی د کجوری نه چاپیره وی داد عربو په اصطلاح کښی په مثال دقلت دملکیت کښی ذکرکیږی - اوپه دی کښی اشاره ده چه دا معبودان من دون اللّه خوداقدرت هم نه لری چه دغه پوستکی دهډوکی دکجوری نه روغ او سالم راجدا کړی -