وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَمِنْ كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
او نه دی برابر دوه قسمه دریابونه دا یوخوږ دی تنده ماتؤونکی آسان دی څکل دده اودا بل مالگین دی مرئ بندؤونکی اودهریو نه خورئ تاسو غوښه تازه اورا اوباسئ تاسو کالی چه اغوندئ تاسو هغی لره اووینی ته کشتئ په هغی کښی شلوؤنکی داوبو دپاره ددی چه اولټوئ تاسو فضل دهغه اودپاره ددی چه دهغه شکراوکړئ -
دا اووم دلیل عقلی دی اودا د عالم سفلٰی دلیل دی مناسبت ئی مخکښی سره دادی لکه چه انسانانوکښی دعمرپه لحاظ سره مساوات نیشته دارنگ په اوبوکښی هم مساوات نیشته اوپه دی کښی لطیفه اشاره ده فرق ته په مینځ دمؤحد او مشرک کښی (الْبَحْرَانِ) یوبحر سمندر دی چه دهغی اوبه مالگینی دی اوداد ځمکی اوبه دی دوهم دآسمان اوبه دی چه دبارانونو په ذریعه ځمکی ته راځی اودهغی نه خوړونه سیندونه جوړ شوی دی اوبیا سمندرته اورسیږی لیکن دغه اوبه دسمندر داوبوسره نه خلط کیږی اودا خوږی اوبه وی نوپه دی وصف کښی دوی برابرنه دی (وَمِنْ كُلٍّ) په دی کښی اشاره ده چه په دی دوه فائدو کښی دوی برابردی لٰکن فائده اصلی چه څکل داوبو دی په هغی کښی دوی برابر نه دی اشاره ده که مؤحد او مشرک په صفت دشجاعت سخاوت وغیره کښی چیرته برابرشی لیکن ددوی په اصل اعتقاد کښی برابری نیشته (وَتَسْتَخْرِجُونَ) دلته د لفظ د مِنْ كُلٍّ نه اوپه سورة رحمٰن (۲۲) کښی دلفظ منها نه معلومیږی چه جواهرات لؤلؤ مرجان وغیره ددواړو اختلاط نه حاصلیږی دهغی طریقه داده چه دسمندرپه سطح باندی صدف کولاؤ پروت وی نوپه هغی کښی دباران څاڅکی را اغورزیږی نوصدف بندشی نوڅه وخت روستو دهغی نه لؤلؤ مرجان جوړشی -