وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلَا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
او اللّه تعالٰی ستاسو پیدائش شروع کړی دی د خاورونه بیا دنطفی نه بیا جوړ کړئ تاسو جوړئ اوحمل نه اخلی یوزنانه اونه ئی غورځوی مگرپه علم د اللّه تعالٰی سره اونه عمر ورکیدی شی یو عمرورکړی شوی ته اونه کمی کیدی شی دعمر دهغه نه مگرپه کتاب (تقدیر) کښی دی یقیناً دا کارپه اللّه تعالٰی باندی آسان دی -
دا شپږم دلیل عقلی انفسی دی نور احوال انسانیه ذکرکوی اومناسبت ئی د مخکښی سره دادی چه دعزت اختیار د اللّه تعالٰی سره ځکه دی چه خالق ددی انسان اوعالم او تقدیرکوونکی دعمر دهغه دی اوپه دی آیت کښی دانسان پیدائش ماده بعیده (خاوری) اوماده قریبه (نطفه) ذکرکړه - او زیاتیدلو دانسانانودپاره ئی تزویج ذکرکړو (بِعِلْمِهِ) یعنی دحمل په مقداراو وخت اونوع اوشکل اوصورت او سعادت او شقاوت وغیره حالاتوباندی اللّه تعالٰی عالم دی - بیا ذکرد تقدیر اوکمال ارادی د اللّه تعالٰی کوی په دی جملی سره (وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ) مراد په دواړو جملوسره یو سړی دی یعنی دیوسړی عمرپه تقدیر کښی لیکلی شوی دی مثلاً شپیته کلونه بیا یویوورځ کمیږی نوپه کتاب کښی هغه نقصان لیکلی کیږی تراختتام دعمرپوری یامراد ددی نه دوه کسان دی یعنی دیو کس عمرزیات دی اودبل کس عمرکم دی دا دواړه په تقدیرکښی لیکلی شوی دی - دریم قول دادی چه مراد دزیادت اونقصان نه زیاتی کمی په برکت او په بی برکتئ کښی دی په سبب دنیکو عملونو اوبدو عملونو سره -