فاطر ۱۰

مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُولَئِكَ هُوَ يَبُورُ

هغه څوک چه غواړی عزت پس عزت ټول د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی (د اللّه تعالٰی نه ئی غواړئ) خاص هغه ته ورخیژی کلمی پاکی (داخلاص) اوعمل دسنت موافق پورته کوی اللّه تعالٰی هغی لره اوهغه کسان چه چلونه جوړوی د بدو کارونو هغوی لره عذاب سخت دی اوهرچل ددی کسانوبه بی کاره کړی شی -

دا پنځم عقلی دلیل دی اودلیل انفسی دی دنفسونو دحالاتوسره تعلق لری اومخکښی آیت سره ئی مناسبت هم دادی لکه چه اوچه ځمکه کښی اللّه تعالٰی ژوند پیدا کوی اودا ترقی ده نودارنگ عزت انسانانوته ورکوی - اوپه دی کښی رد دی په مشرکانوباندی چه هغوی عزت (اومدد) دخپلو اِلٰهو باطلو دطرف نه گنړی لکه سورة مریم (۸۱) کښی دی (إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ) الیه یصعد دلالت کوی چه اللّه تعالٰی اوچت اوپورته دی اوکیفیت دهغی دمتشابهاتو نه دی (الْكَلِمُ الطَّيِّبُ) مراد ددی نه توحید دی - یامراد ددی نه اقوال طیبه یعنی کلمات دتوحیدی او ذکرد اللّه تعالٰی دی (وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ) یعنی عقیده توحید عمل صالح لره پورته کوی مقام دقبولیت ته ځکه چه بنا داعمالوپه عقیده باندی ده یا دعمل صالح په وجه سره اقوال طیبیه قبلیږی ځکه چه قول بغیرد عمل نه نه قبلیږی - اوتفسیرقرطبی کښی ددی دتائید دپاره یوحدیث غیرمسند ذکرکړی دی، لایقبل اللّه قولا الابعمل (نه قبلوی اللّه قول لره بغیر دعمل نه) ولا یقبل قولاً ولا عملاً الابنیة (اونه قبلوی اللّه تعالٰی قول اوعمل لره مگرپه نیت سره) ولا یقبل قولاً ولا عملاً ولا نیة الا با صابة السنة (اونه قبلوی قول او عمل او نیت لره مگرپه موافق دسنت سره) (وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ) یعنی اللّه تعالٰی چه مؤحدینو ته عزت ورکړی نومشرکان او حاسدان دهغوی دبی عزته کولو کوششونه کوی نودا دهغوی سزا ذکرکوی - یا دسیئات نه مراد شرک او کفر اوبداعمال دی مخالف دکلم طیب اوعمل صالح نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل