فاطر ۹

وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ

او اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رالیږی هواگانی نوپورته کوی وریځی نو اوچلوؤ مونږ هغه ځمکی اوچی ته نوتازه کړو په هغی سره ځمکه روستو داوچ والی دهغی نه دغسی دوپاره پیدائش ستاسودی -

دا څلورم عقلی دلیل دی دپاره دپوهه کولو دهغه کسانو چه (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ) کښی مراد وواوپه دی کښی ئی دری تصرفات اِلٰهیه ذکرکړی دی هرکله چه تیرشوی آیاتونو کښی آفاقی علوی او انفسی دلیلونه ذکروو نوپه دی آیت کښی ئی وسطی تصرفات ذکرکړی دی (كَذَلِكَ النُّشُورُ) په دی جمله کښی اثبات دقیامت دی په طریقه دقیاس سره په بوټو راویستلوسره دوچی ځمکی نه اودارنگ تذکیردقیامت دی په وخت دلیدلو دفصلونو اوباغونو کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل