فاطر ۸

أَفَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ

آیا هغه څوک چه ښائسته کړی شوی وی هغه لره بدعمل دهغه نو وینی هغه لره ښائسته نویقیناً اللّه تعالٰی گمراه کوی چالره چه اوغواړی اوهدایت ورکوی چاته چه اوغواړی نولاړه نه شی ساه ستا په دوی پسی دوجی دافسوسونونه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه کارونو چه دوی کوی -

په دی آیت کښی تسلی ده نبی ﷺ ته اوبیان دحال دفریقینو دی (أَفَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ) داعام دی ټولو کفارو اومشرکینو اومبتدعینوته - بدعملونه دوی ته ښائسته ښکاری چه دا سبب دثواب اودقربت الٰهیه دی یادا کارونه سبب د فخر اودلوئی او دغیرت دی ددی وجی نه همیشه ئی کوی اوتوبه ترینه نه اوباسی - اوسعید بن جبیرنه خطیب شربینی نقل راؤړی دی چه دا آیت په باره داصحاب هویٰ اوبدعتیانوکښی دی (يَصْنَعُونَ) صناعت هغه عمل ته وئیلی کیږی چه همیشه ئی کوی ددی وجی چه هنرئی جوړکړی وی یادین ئی گنړلی وی نوداد فَرَآهُ حَسَنًا سره مناسب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل