فاطر ۷

الَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ

هغه کسان چه کفرئی کړی وی دوی لره عذاب سخت دی اوهغه کسان چه ایمان راوړی دی اوعلمونه ئی دسنت موافق کړی دی دوی لره بخشش دی اوثواب لوی دی -

په دی آیت کښی بیان د عاقبت د حزب الشیطان او حزب الرحمان دی اول ته تخویف اودوهم ته بشارت دی - اومغفرت په عوض د ایمان کښی دی اواجر کبیرپه بدل د عمل صالح کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل