وَكَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا مِعْشَارَ مَا آتَيْنَاهُمْ فَكَذَّبُوا رُسُلِي فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
اوتکذیب کړی وؤ هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ اونه دی رسیدلی (دا موجوده خلق) لسمی حصی دهغه مالونوته چه مونږ هغوی ته ورکړی وؤ نوتکذیب اوکړو هغوی د رسولانو ځما نو څه رنگ شو عذاب ځما -
په دی کښی تخویف دنیوی دی په ذکردعذاب سره په تیرشوؤقومونو باندی (مِعْشَارَ) معشار عشردعشیرته وائی اوعشیرعشردعشرته او عشر لسمی حصی ته وائي نومراد ترینه زرمه حصه شوه نودا ډیره مبالغه شوه - یعنی ددی موجوده کافرانو سره د مخکښنو په نسبت زرمه حصه د قوت دبدن او مال اوهنر او اوږدوالی دعمر نیشته - په دی آیت کښی تکذیب دوه کرته ذکرکړی دی اول تکذیب دتوحید اود آیاتونو دی او دوهم درسولانو دی -