سبأ ۴۶

قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ

ته اوایه یقیناً زه بچ کوؤم تاسو دعذاب نه په یو کلمی سره (چه توحید دی) اودریږئ د اللّه تعالٰی دپاره دوه دوه او یو یو بیا سوچ اوکړئ (په دی کلمه کښی) نیشته ستاسو په خیرخواه باندی هیڅ لیونتوب نه دی دی مگر ویره درکوؤنکی دی تاسولره مخکښی دعذاب سخت نه -

دا طریقه ددعوت او تعلیم ده یعنی منکرین وائی چه ته مونږپه ډیرو خبروسره تنگوی نوته مجنون ئی حاصل دجواب دادی چه زه وعظ کوم اوتاسو دعذاب نه بچ کووم صرف دیوی کلمی په بیان سره چه هغه کلمه دتوحید ده خو جامع ده ټولو ایمانیاتولره (أَنْ تَقُومُوا) مراد قیام نه توجه کول دی حق ته (لِلَّهِ) مراد ددی نه اخلاص کول دی (مَثْنَى وَفُرَادَى) یعنی چاچه په ځان اعتماد اوکړو چه ځما عقل او رائی پوره ده نوهغه دی یواځی توجه اوکړی اوڅوک چه په ځان پوره اعتماد دپوهی نه لری نودبل ملگری سره دی شی - اوهرکله چه داکثرو انسانانو یواځی رائ او عقل نقصان دی نوددی وجی نه مثنیٰ ئی مخکښی ذکرکړو (ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا) یعنی داخلاص نه روستو فکراوکړئ په هغه توحید کښی چه د رسول اللّٰه ﷺ په هغی باندی راتلل کړی دی نوتاسوته به ښکاره شی چه (مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل