وَمَا آتَيْنَاهُمْ مِنْ كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَذِيرٍ
اونه دی ورکړی مونږ دوی ته کتابونه چه دوی ئی لولی (دپاره داثبات دشرک) اونه لیږلی دی مونږ دوی ته ستانه مخکښی هیڅ ویره ورکوؤنکی -
دا رد دی ددوی په ماقبل اقوالوباندی یعنی ددوی سره هیڅ منزّل دلیل نیشته ددوی په شرک باندی اونه ورسره د مخکښی رسول قول په دلیل کښی شته - په دی کښی اشاره ده چه دلیل شرعی د اللّه کتاب وی یاد رسول سنت وی -