وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا رَجُلٌ يُرِيدُ أَنْ يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَذَا إِلَّا إِفْكٌ مُفْتَرًى وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ
اوکوم وخت چه اولوستلی شی په دوی آیاتونه ځمونږ ښکاره دوی وائی نه دی دا مگریو سړی دی غواړی چه واړوی تاسولره دبندگئ دهغه چانه چه بندگی کوله مشرانو ستاسو اودوی وائی نه دی دا مگردروغ جوړ کړی شوی او وائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی په باره دحق کښی چه دوی ته راغی نه دی دا مگرجادو ښکاره دی -
دازجر دی په انکار دقرآن او رسول ﷺ په ذکر کول ددری اعتراضونو سره اول دا چه مونږ دمشرانو دلاری نه اړوی یعنی دوی دقرآن په مقابله کښی تقلید د آباؤ پیش کوی - دوهم دا چه إِفْكٌ، دی یعنی هغه دروغ چه حقیقت په کښی بالکل بدل شوی دی (مُفْتَرًى) یعنی اللّه تعالٰی ته ئی په دروغه سره نسبت کوی -