سبأ ۴۰

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَائِكَةِ أَهَؤُلَاءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ

اوپه هغه ورځ چه را جمع به کړی ټول بیا به اوائی ملائکوته آیا دا هغه کسان دی چه تاسوله ئی عبادت کوؤ -

دا تخویف اخروی دی رد دی په مشرکین بالملائکه باندی (أَهَؤُلَاءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ ) دا تپوس دپاره دتوبیخ او ملامته کولو دمشرکانو دی یعنی مشرکانو دعویٰ کوله چه مونږته دی ملائکو وئیلی وو چه ځمونږ عبادت کوئ نودا په هغوی باندی رد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل