قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
ته اوایه یقیناً رب ځما فراخوی روزی چالره چه اوغواړی دبندگانو خپلونه اوتنگوی هغه لره اوهغه چه تاسو خرچ کوئ څه څیز نوعوض به درکوی دهغه او اللّه تعالٰی غوره د روزئ ورکوؤنکو نه دی -
دادریم جواب دی یعنی مالداری غریبی د اللّه تعالٰی دطرف نه په ایمان والو کښی هم شته نو ستاسو دپاره دلیل دفضیلت نشی کیدلی او دا آیت په باره دمؤمنانو کښی دی په دی وجه چه (مِنْ عِبَادِهِ) ئی ذکرکړی او روستو دواړه جملی هم د مؤمنانوسره تعلق لری (فَهُوَ يُخْلِفُهُ) یعنی مؤمن چه خرچ کوی نو اللّه تعالٰی هغه لره عوض ورکوی په دنیا اوآخرت کښی لکه چه حدیث صحیح مسلم کښی راغلی دی اللهم اعط منفقا خلفاً -