سبأ ۴۱

قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنْتَ وَلِيُّنَا مِنْ دُونِهِمْ بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُونَ

دوی به اوائی پاکی ده تالره ته ځمونږ واکدار ئی داخلق نه دی بلکه دوی بندگی کوله د پیریانو ډیرو ددوی په هغوی باندی یقین لرلو -

دا جواب دی دطرف دملائکونه په ترقئ سره چه مونږ ای اللّه بغیرستانه بل متصرف حق دار د بندگئ نه گنړو نو څنگه دوی ته دعوت دشرک ورکړو؟ (بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ) یعنی پیریانو به دوی ته شکلونه جوړ کړه اوورته به ئی وئیل چه مونږ ملائک یو اوستاسو مدد کوؤ (أَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُونَ) یعنی دوی دوه قسمه دی اول هغه قسم چه دپیریانو عبادت کوی په دی عقیده باندی چه دا ملائک دی او دا قسم لږ دی - اودوهم قسم هغه دی چه په پیریانو باندی عقیده لری چه دوی متصرف دی اوغیب دان دی اودهغوی عبادت کوی اودا قسم ډیردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل